په فراه کې ۴ پولیس او یو قومي مشر د وسله والو په بریدونو کی وژل شوي
په فراه ولايت کې څلور پولیس او یو قومي مشر د وسله والو په بریدونو کی وژل شوي دي.
د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ ولسوال غوث الدین وایي چې په دغه ولسوالۍ کې په جګړه کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ورک دي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ويلي چې څلور سرتېري يې برمته نیولي دي.
دغه برید د تپه شیران په سیمه کې شوی دی.
د یوه بل خبر له مخې د فراه ولایت یو قومي مشر غلام محی الدین تېره ورځ ناوخته د پشت رود ولسوالۍ د ساج په سیمه کی وسله والو طالبانو وژلی دی.
د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي چي دغه قومي مشر دې سیمی ته وسله والو طالبانو وربللی و چې د بخش اباد بند د کار د پیلېدو په تړاو ورسره خبرې وکړي، خو کله چی دی هلته رسېدلی، طالبانو وژلی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې غلام محی الدین مخکې د محلي پولیسو په ډله کی و، نو ځکه دوی وژلی دی.
د یادونې وړ ده چې غلام محي الدین د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک د کلی اوسېدونکی و چې د دغه ولایت په ډېرو برخو کې د خلکو استازی و.