په ممبي کې د افغان او هندي توکو ګډ درې ورځنی نندارتون جوړېږي
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ټاکل شوي چې روانه اونۍ د هندوستان په ممبۍ ښار کې د افغانستان او هند د سوداګرۍ او صنایعو یو ننداتون جوړ شي چې په کې به د دواړو هیوادونو د کرنیزو محصولاتو نندارې ته د اېښودلو تر څنګ په افغانستان کې د برېښنا سکتور په په برخه کې هم نړیوالو پانګوالو ته لازم معلومات ورکړل شي.
د برېښنا شرکت ویاند وحید توحیدي نن ازادي راډيو ته وویل دا نندارتون به د چهارشنبې له ورځې د جمعې تر ورځې پورې د لیدونکو پر مخ خلاص وي.
دی وايي په دغه ننداتون کې د دوی د ګډون هدف د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د نړیوالې پانګونې جلبول دي.
ښاغلی توحیدي وايي، دا نندارتون د افغانستان لپاره د امریکايي د پراختیايي ادارې USAID په مالي مرسته جوړېږي چې پکې دوه سوه ملي او نړیوالې کمپنۍ به په کې برخه ولري.