په ارزګان کې د پولیو یا ګوزن یوه نوې پېښه ثبت شوې
د ارزګان ولایت روغتیايي چاوراکي وايي، د دې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزن د ناروغۍ یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
د عامي روغتیا د ځايي د اداري مسؤل خان اغا میاخېل نن ازادي راډيو ته وویل چې د پولیو یا ګوزن دا پېښه د دې ولسوالۍ د دروان سیمې په یو ماشوم کې موندل شوې ده.
نوموړي وویل، د ګوزن وهلي ماشوم کورنۍ د پولیو د واکسینو د کمپاینونو پر مهال خپلو ماشومانو ته د واکسینو له ورکولو ډډه کړې وه.
دا دغلته په تېرو څلورو کلونو کې د پولیو د ناروغۍ لومړنۍ مثبته پېښه ده.
ارزګان چې په کې پراخې ناامنۍ موجودې دي، په لسګونو زره ماشومانو پکې د وسله والو ډلو د فعالیت له کبله د پولیو له واکسینو بې برخې دي.
وسله والو طالبانو که څه هم په څرګنده د پولیو د ناروغۍ د واکسینو پر ضد خپل دریځ نه دی اعلان کړی، خو د دوی تر ولکې لاندې ګڼو سیمو کې ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي.