زرګونو کسانو په ادلب کې د بشارالاسد د پرېکړې مخالفت وکړ
زرګونو کسانو د سوریې په ادلب کې د ولسمشر بشارالاسد د دې پرېکړې پرضد اعتراض وکړ چې پر دې ولایت برید کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا عملیات به بشري ناروین رامنځته کړي.
اعتراضونه پرون ناوخته وروسته تر دې پیل شول چې د ایران او روسیې مشرانو له یوې ورځنۍ غونډې وروسته وویل، دوی د بشارالاسد د رژیم حمایت کوي، ترڅو د یاغیانو دغه وروستی پياوړی مرکز ونیسي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان هم په دې غونډه کې و، خو هغه له دې سره مخالفت وکړ چې پر ادلب دې برید وشي.
د تهران په دې درې اړخیزه غونډه کې په ادلب کې د اوربند پر وړاندیز چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کړی و، هوکړه ونه شوه او ظاهراً یې د سوریې مشر بشارالاسد ازاد پرېښود چې د ادلب د نیولو لپاره د پوځي عملیاتو پلان عملي کړي.
سربېره پر دې چې د ایران، ترکیې او روسیې مشرانو تهران کې غونډه وکړه، د سوریې د جګړې څارونکي وايي، د سوریې هوايي ځواکونو د ادلب په شااوخوا سیمو کې بمبارۍ پیل کړې دي او داسې ښکاري چې دا به پر دې ګڼ مېشتي ولایت د بشارالاسد د پوځي یرغل پیل وي.