روحاني: له امریکا هره ورځ د اټمي مسئلې پرسر د خبرو پیغامونه راځي
په هغه وینا کې چې د ایران په دولتي ټلویزیون خپره شوه، د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، هېواد یې هره ورځ له امریکا پیغامونه تر لاسه کوي چې غواړي له ایران سره د اټمي پروګرام پر مسئله خبرې وکړي.
نوموړې وویل:
"له یوې خوا امریکا هڅه کوي چې د ایران پر خلکو فشار راوړي، له بلې خوا دوی موږ ته په بېلابېلو لارو هره ورځ پیغامونه استوي چې ورسره مذاکرات وکړو."
نوموړي د امریکا متحدو ایالتونو ته په خطاب کې وویل:
"موږ ستاسو پیغامونو ته وګورو او که ستاسو ظالمانه اقداماتو ته؟"
د امریکا ولسمشر د مې په میاشت کې د ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له هغه اټمي تړون امریکا وویستله چې له مخې یې د تهران د اټمي پروګرام د محدودېدو په بدل کې پر دې هېواد د نړیوالې ټولنې لګېدلي بندیزونه لېرې کېږي.
ولسمشر ټرمپ پر دې تړون انتقاد کړی چې ایران په بشپړه توګه د اټمي پروګرام او په سوریه او عراق کې د وسله والو ډلو له ملاتړه منعه کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، که چېرې له تهران سره نوی تړون ونه شي، نو امریکا به د نومبر په میاشت کې د ایران د تېلو پر سکټور بېرته بندیزونه ولګوي.