د تکواندو یوه ۹ کسیزه افغان لوبډله پاکستان ته ولاړه
د افغانستان د "ای. ټي. اف" تکواندو فدراسیون ۹ کسیزه لوبډله پاکستان ته د سیالیو لپاره ولاړه.
د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، دغه لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د سپټمبر په ۱۱ مه ترسره کېږي.
د دوی په وینا، د یاد ټيم په ترکیب کې اته لوبغاړي او یو پلاوی شامل دي.
د بدني روزني ریاست په وینا، د دغو لوبو له جوړېدو هدف دا دی، څو د "ای. ټي. اف" تکواندو نړیوال کپ ترسره کړي.