فرانسه کې پولیسو هغه تن ونیو چې په چړې یې ۷ کسان ټپيان کړل
![فرانسه کې پولیسو هغه تن ونیو چې په چړې یې ۷ کسان ټپيان کړل](https://gdb.rferl.org/A87601CD-592A-4821-A9A6-D524CAA5C9C5_w800_h450.jpg)
د فرانسې پوليس وايي، يو تن چې ګومان کېږي افغان به وي، وروسته له هغې ونيول شو چې په پاريس کې يې د چړې په ذريعه ۷ کسان ټپيان کړل.
قضايي سرچينو خبري اژانسونو او محلي رسنيو ته دغه راپور ورکړى دى.
د پوليسو چارواکي د حملې خبر تأييدوي، خو د مشکوک سړي په اړهيې معلومات نهدي وړاندې کړي.
دوى وايي، ګومان نهکوي چې دا حمله دې له ټرورېزم سره کوم ارتباط ولري.
ځينو سرچينو چې د دې پېښې جزئيات څاري نن رسنيو ته ويلي چې دغه حمله تېره شپه يوې سينما ته نږدې شوې وه.
د سرچينو په حواله، په ټپيانو کې د څلورو کسانو ټپونه شديد دي.