لوړپوړو هندي او ایراني چارواکو له افغان چارواکو سره وکتل
د هندوستان او ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزيران په کابل کې دي او د حکومت له لوړپوړو چارواکو سرهيې وکتل.
د جمهوري رياست د وياند مرستيال شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ويجې ګوکلي د غونډې په اړه خبرې ورکړې.
بل لور ته د اجرائيه رئیس او ايران د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال ترمنځ د غونډې په اړه خبر ورکړل شوی.
د اجرائيه ریاست په اعلاميه کې راغلي چې د عبدالله عبدالله او سید عباس عراقچي ترمنځ د ترورېزم پر وړاندې د زياتې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د ايران او هندوستان د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو د سفر هدف د کابل، تهران او ډېلي په درې اړخيزه غونډه کې ګډون ياد شوی چې نن په کابل کې روانه ده.