روسیې له جاپان سره د سولې تړون د لاسلیک وړاندیز کړی
![روسیې له جاپان سره د سولې تړون د لاسلیک وړاندیز کړی](https://gdb.rferl.org/039C9A6B-6DA7-445A-9099-915ACFE2080D_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له جاپان سره د دوهمي نړیوالې جګړې د سولې تړون د لاسلیک کولو وړاندیز کړی دی.
نوموړي ویلي دا تړون باید د روان کال تر پایه له کوم مخکیني شرط پرته لاسلیک شي.
د ولسمشر پوتین دا حیرانوونکی وړاندیز داسې مهال شوی چې نوموړی نن د سپتمبر ۱۲ د روسیې په ولادی واستوک ښار کې په یوه اقتصادي غونډه کې د جاپان د صدراعظم شینزو ابې تر څنګ کښېناست.
وروسته له هغه چې ابې د سولې د تړون او د دواړو هېوادونو تر منځ د ټاپوګانو د ملکیت پر سر د لسیزو لانجو د هواري په اړه فشار راوړ، ولسمشر پوتین وویل:
"یو نظر سمدستي زما ذهن ته راغی، راځئ چې د روان کال تر ختمېدو دمخه د سولې تړون بشپړ کړو، پرته له کوم مخکیني شرطه."
هغه زیاته کړې چې نور اختلافات به وروسته هوار شي.
تر اوسه د جاپان صدراعظم د دې خبرې ځواب نه دی ویلی.
د مخکیني شرط پرته تړون به ښایې روسیې ته اجازه ورکړي چې پر لانجمنو ټاپوګانو کنټرول ولري.
د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې دغه ټاپوګان اشغال کړل او همدا ځمکنۍ لانجې د دې لامل شوې چې مسکو او توکیو په خپلو کې د هغې جګړې د شخړو ختمېدل رسماً لاسلیک نه کړي.