پیري: ممکنه امریکا پر روسیې د اقتصادي بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي
ممکنه ده چې واشنګټن به د روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د یو پایپ لاین د جوړولو په اړه پر روسیې د بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي.
د امریکا د انرژۍ وزیر ریک پیري پرون د روسیې د انرژۍ له وزیر الکساندر نوواک سره په مسکو کې د خبرو پر مهال له روسیې وغوښتل چې یو مسؤل تولیدونکی و اوسي او له خپلو منابعو څخه د نفوذ د پراختیا او بې ثباتۍ لپاره کار اخیستل ودروي.
د «نارد سټریم 2» په نوم د دې پایپ لاین هدف دا دی چې اروپا ته د روسیې د ګازو د اوسنی پایپ لاین ظرفیت دوه چنده کړي او په کلني توګه یې ۱۱۰ میلیارده مترو مکعبو ته ورسوي.
دا اندازه په اروپا کې د ټول مصرفیدونکي طبیعي ګاز څلورمه برخه جوړوي.
دا پایپ لاین چې ۱۲۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د روسیې سرچینې د بالتیک سمندرګي د تل له لارې له جرمني سره وصلوي او د اوکراین طبیعي لاره یوې خوا ته پریږدي.
کرملین وايي چې ددې پایپلاین جوړول د اقتصادي هدف لپاره دي.