چارواکي: په زابل کې په یوه وسله وال برید کې اته سرتېري وژل شوي
![چارواکي: په زابل کې په یوه وسله وال برید کې اته سرتېري وژل شوي](https://gdb.rferl.org/078C5CBC-8D12-46B2-9645-59A85DA828DD_w800_h450.png)
په زابل کې چارواکي وايي، تېره شپه په لسګونو وسله والو طالبانو د نوبهار ولسوالۍ په درېیو لېرې پرتو امنیتي پوستو بریدونه کړي او لږترلږه د ملي پولیسو اته تنه سرتېري یې وژلي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې دې پوستو سقوط کړی، خو په کې یې مېشتو پولیسو ته اوښتې مرګ ژوبله تأیید کړه.
ښاغلی سیال وايي:
"بدبختانه چې زموږ د ملي پولیسو اته سرتېري شهیدان شوي او درې تنه ټپیان دي."
ښاغلي سیال وویل، د دې مرګ ژوبلې سبب دا و چې په درنو وسلو سنبالو په ګڼ شمېر کې وسله والو د نوبهار ولسوالۍ پر دې درېیو پوستو په بریدونو کې برخه لرله.
ګل اسلام سیال زیاته کړه چې د نوبهار دا پوستې چې د ولسوالۍ له مرکزه لېرې پرتې وې، د مرستندویو ځواکونو په ورسېدو پرې د طالبانو بریدونه په شا تنبول شوي دي.
نوموړي وویل، په جګړه کې طالب لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي، خو په اړه یې کره شمېرې نه لري.