افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي
![افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي](https://gdb.rferl.org/0B00F8FD-EF86-4FE8-95E8-89EB07475494_cx55_cy14_cw43_w800_h450.jpg)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن شنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
قریشي نن سهار د یوه هیئت په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی.
دا د عمران خان په مشرۍ په پاکستان کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو راهيسې د قریشي لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.
د ولسمشر اشرف غني د ویندوی مرستیال شاه حسین مرتضوي د دې لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل د پلان په عملي کېدو ټینګار وکړ.
مرتضوي وویل:
"په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل د پلان پر عملي کېدو ټینګار وکړ."
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل په نوم پلان، د کابل او اسلام اباد ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د افغانستان د سولې په هڅو کې په مشخصو همکاریو راڅرخي چې د چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ په بېلابېلو پخوانیو غونډو کې نهايي شوی دی.
ښاغلي مرتضوي وویل چې تر ډیر خبرې اترې په همدې پلان راڅرخیدې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له اجرایه ریس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره ګوري.