په ارزګان کې پنځه ماشومان وژل شوي دي
![په ارزګان کې پنځه ماشومان وژل شوي دي](https://gdb.rferl.org/B7DEF754-CE6B-4041-9583-EB658E839321_w800_h450.png)
راپورونه وايي د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د استوګنې پر سیمه د هاوان د یوې مرمۍ لګیدو پنځه ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړې دي.
د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین توخي په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي چې د ترینکوټ ښار له ابردي سیمې ورته د پېښې پنځه جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي چې ټول ماشومان دي. د پېښې په قرباني ماشومانو کې یو هلک او نورې یې نجونې دي.
د وژل شویو ماشومانو د کورنۍ یو غړي ازادۍ راډیو ته ادعا کړې چې د دوی پر کور د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل شوی هاوان لګیدلی دی.
د ارزګان ولایت امنیتي مسولینو په دې اړه ازادي راډیو ته له څه ویلو ډه ډه وکړه.
له ارزګان څخه ددې ماشومانو د مرګ ژوبلې راپور په داسې حال کې ورکول کیږي چې تیرې څو میاشتې په افغانستان کې د ولسي خلکو لپاره خونړۍ میاشتې وې.
ملګرو ملتونو پرلپسې په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواو غوښتي چې د ولسي خلکو خوندیتوب دې باوري کړي.