امریکا د دایمي نظامي حضور په اړه د پولنډ پر غوښتنه غور کوي
![امریکا د دایمي نظامي حضور په اړه د پولنډ پر غوښتنه غور کوي](https://gdb.rferl.org/089AD97D-C783-46E0-86DF-E7E3E178BD90_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، په پولنډ کې د امریکا د دایمي نظامي حضور په اړه د دې هېواد پر غوښتنه غور کوي.
ډونالد ټرمپ دا خبره پرون سې شنبه په سپینه ماڼۍ کې د پولنډ له ولسمشر اندرزای ډوډا سره په لیدنه کې وکړه.
ښاغلي ټرمپ وویل:
"پولند غواړي له امریکا سره ډېره لویه همکاري وکړي، څو په هغه هېواد کې حضور ولرو او دا یقیناً هغه څه دي چې غواړو په اړهیې بحث وکړو. هغوی دا غواړي او موږ به پرې بحث وکړو."
پولنډ تر اوسه څو ځلې په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه کړې ده او د دوو میلیارده ډالرو په ارزښتیې د یوې پوځي اډې د رامنځته کولو وړاندیز کړی دی.
روسیه د اروپا په ختیځ او پولنډ کې د امریکايي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت کوي او وايي، د ناټو او امریکا د حضور پراختیا د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي.