امریکا سوریه کې د روسي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشینې ده
![امریکا سوریه کې د روسي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشینې ده](https://gdb.rferl.org/82FC06A1-8CA6-41DC-BB5A-AEDF7DCC0A99_w800_h450.jpg)
امریکایي چارواکو د سوریې په سواحلو کې د روسيې د پوځي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشیني ښودلې او وایي چې دا کار به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د امریکا پر جګړې اغېز ونهکړي.
د امریکایي چارواکو دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وشوې چې روسي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد «ال ۲۰» ډوله الوتکه د سوریې د هوایې دفاع د قواوو لهخوا رالوېدلې ده، خو مسکو اسرائیل هم تورن کړ چې په همدې وخت کې یې جنګي الوتکو پر سوریې هوایې بریدونه کول.
واشنګټن ویلي چې امریکایي ځواکونه پهدې پېښه کې ښکېل نهدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا څرګندونې کړې دي.
پهدې روسي الوتکه کې ۱۵ تنه عملهیې ووژل شول.
مایک پامپیو پر ایران او د لبنان پر حزبالله انتقاد کړی چې پرمختللي دافع هوا راکټونهیې د سوریې ځواکونو ته ورکړي دي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس خبریالانو ته ویلي چې د الوتکې لوېدو د مسکو او دمشق د حکومتونو ترمنځ اړیکې پېچلې کړې دي، خو وایي دا کار به په سوریه کې د داعش ډلې د ماتولو لپاره د امریکا پر مبارزې هېڅ اغېز ونهکړي.