د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه دوه ورځنۍ غونډه پیلوي
![د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه دوه ورځنۍ غونډه پیلوي](https://gdb.rferl.org/8DE72826-EDF8-4435-93DC-9CA0450D513E_w800_h450.jpg)
د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه په زالتسبورګ ښار کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي.
ویل کېږي پهدې غونډه کې به د کډوالۍ پر بحران او له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ په اړه بحث وشي.
د نن شپې غونډه به د پناه غوښتونکو پر موضوع متمرکزه وي.
د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک د اروپایي اتحادیې له مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات پرېږدي او د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړي.
که څه هم په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې ډېر لوړ شوی وو اوس بېرته راکم شوی، خو په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتونکو ستونزه په سیاسي موضوع بدله شوې ده.