په غزني کې د بېلابېلو امنیتي پېښو په تور ۵تنه نیول شوي
د غزني امنیتي چارواکو په بېلابېلو امنیتي پېښو کې د لاس لرلو په تور پنځه تنه نیولي دي.
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل نن چهارشنبه رسنیو ته ددغو کسانو د ښولو پر مهال وویل چې نیول شوي کسان د پولیسو، قومي مشرانو او نورو دولتي افرادو په ترور کې لاس لري.
د ښاغلي مشعل په وینا له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه وسلې هم ترلاسه کړي دي.