"م. م": هرات او بادغیس کې د وچکالۍ له وېرې ۲۵۰ زره کسان بېځایه شوي
![](https://gdb.rferl.org/65F4200D-AA88-41C3-A5EF-789FD7A018FB_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو د هماهنګۍ اداره وايي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د بېځایه شویو وګړو شمېر ۲۵۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په یوه بیان کې چې نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه خپور شو وویل چې یو لک او ۲۰ زره کسان تازه د بادغیس له کلیوالي سیمو مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي.
په بیان کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په بادغیس او هرات کې یو لک او ۹۰ زره کسانو ته د څښاک باکې اوبه رسولې دي.
خو دا اداره وايي چې په بادغیس کې د ملګرو ملتونو د مرستې پروګرامونو شمېر ډېر کم دی.