د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ځوانانو ته د پارک جوړولو چارې پیل شوې
![د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ځوانانو ته د پارک جوړولو چارې پیل شوې](https://gdb.rferl.org/11F6DCA2-52F6-4AD1-8D7D-F0E45A0E3C64_w800_h450.jpg)
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې په لومړي ځل د ځوانانو لپاره د پارک جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه پارک د پرانېستې پرمهال د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وویل چي په ترینکوټ ښار کې دا لومړی پارک دی چې د ځوانانو لپاره جوړېږي او په خبره يې چې دا به د ځوانانو پر یووالي مثبت تاثیر وکړي.
نوړي وویل، د داسې پارکونو په جوړولو سره به زیات شمېر ځوانان له مرچلو راکښته شي او وسلې به پر ځمکه کېږدي.
ترینکوټ د ښاروال نعمت الله بختیار په خبره چې دغه پارک د ۷ میليونو افغانیو په ارزښت جوړېږي چې مصارف یې د جمهوري ریاست له تشویقي بودجې ورکول کېږي او په ۸۶ کاري ورځو کې به دغه پارک ورغول شي.
ښاروال وايي، پلان لري چې په نېږې راتلونکو ورځو کې نورې پروژې هم پلې کړي.
د ترینکوټ ښاریان هم د دغه پارک په جوړولو سره زیات خوښ دي او غوښتنه
کوي چې په ښه کیفت سره جوړ شي او د ورته نورو پارکونو د جوړولو غوښتنه هم
کوي.