د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن نيويارک ته روان شو
د افغانستان اجرائيه رئيس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۳یمه غونډه کې د ګډون په هدف، نن نيويارک ته روان شو.
له عبدالله عبدالله سره په دې سفر کې یو جګپوړی پلاوی هم ملګری دی.
د اجرائیه ریاست مرستيال وياند اميد ميثم ازادي راډيو ته وويل، اجرائيه رئيس به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي.
ده وویل:
"په دې غونډه کې به پر سياسي، امنيتي مسايلو، پر را روانو انتخاباتو او په سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو خبرې وکړي، د غونډې په څنډه کې به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، د ځينو هېوادونو له ولسمشرانو، صدراعظمانو او د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وګوري."
اجرائيه رياست وايي، ښاغلى عبدالله به دغه راز د ترورېزم او مخدره موادو پرضد د مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او راتلونکو انتخاباتو په اړه څرګندونې وکړي.