په بلخ کې ماین چاودنې ۴سرحدي پولیس وژلي
![په بلخ کې ماین چاودنې ۴سرحدي پولیس وژلي](https://gdb.rferl.org/C33F94C8-0B5B-4DB8-9D05-2D08DAE702BB_cx0_cy23_cw0_w800_h450.jpg)
په بلخ ولايت کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۴ سرحدي پوليس وژل شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بلخ د شورتپې ولسوال محمد کريم ازادي راډيو ته وويل، پېښه نن ماسپښين د دې ولسوالۍ په توقي کلي کې شوې ده.
ولسوال وايي ماين د پوليسو پر موټر چاودلى چې له دغه کلي څخه د حيرتان پر لوري روان و.
د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.