په روسیه کې د کرملین مخالف مشر الکسي نوالني یو ځل بیا نیول شوی
په روسیه کې د کرملین مخالف مشر الکسي نوالني یو ځل بیا نیول شوی دی.
د نوموړي مرستیالانو ویلي چې ناوالني له ۳۰ ورځني بند څخه تر خوشې کېدو وروسته، ظاهراً د عامه غونډو او راټولېدنو له قوانینو څخه د سرغړاوي په خاطر بیا نیول شوی دی.
د روسیې د اپوزیسيون دا مشر مخکې هم په ورته تور زنداني شوی و.
د نوالني یو مرستیال ویلي چې نوموړی یې تېره ورځ په مسکو کې د پولیسو یو ماموریت ته بيولی دی.
د نوالني یو ویاند کیرا یارمیش ویلي، ممکن نوموړی له شل ورځني بند سره مخ شي.
نوالني په روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سرسختو مخالفانو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي په وروستیو کې پراخ اعتراضونه تنظیم کړي او د یو لړ راپورونو په خپرولو یې لوړ پوړي روسي چارواکي په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړي دي.