یوې بلې مېرمنې هم بریټ کوانا په جنسي ځورونې تورن کړ
یوې بلې ښځې هم د امریکا د سترې محکمې لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوا پر نوماند د جنسي ځورونې نوي تورونه لګولي دي.
د نیویارکر مجلې د راپور له مخې، ۵۳ کلنې دېبوراه رامیریز تور پوری کړی چې بریټ کوانا په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د ییل پوهنتون د یو جشن پر مهال له نوموړې سره جنسي زور زیاتی کړی و.
کوانا سمدستي دا تورنه رد کړي دي.
دا له هغې څو ساعته وروسته چې هغې لومړنۍ امریکايۍ مېرمنې چې د سترې محکمې له خوا د ولسمشر ټرمپ پر نوماند یې د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي، ومنله چې د سنا په وړاندې به شاهدي ورکړي.
د یکشنې په ورځ د کریسټینا بلاسي فورډ وکیلانو وویل، دا مېرمن چمتو ده چې د سپټمبر په ۲۷ مه د سنا د قضايي کمېټې په وړاندې خپله ادعا روښانه کړي.
۵۱ کلنې فورډ د سترې محکمې د مشرتابه لپاره نوماند بریټ کوانا تورن کړی چې کله چې نوموړې ۱۵ کلنه او بریټ ۱۷ کلن و، دا یې په جنسي توګه ځورولې ده.
بریټ دا تورونه رد کړي دي، دې تورنو د امریکا په سنا کې د بریټ تأیید وځنډاوه.