دفاع وزارت: له تېرې یکشنبې راهېسې یې تر ۱۵۰ زیات وسله وال وژلي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یکشنبې د ورځې راهېسې یې په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې تر یونیم سلو زیات وسله وال وژلي دي.
دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل چې د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۶۷ ترهګر وژلي، ۱۵ یې ټیپان کړي او ۳ تنه یې ژوندي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغلته یې ۶ تنه د ملي اردو سرتېري او ۲ تنه د جمهوري ریاست د یوه سلاکار ساتونکي د طالبانو له بنده خوشې کړي او په سیمه کې یې د وسله والو طالبانو یو زندان له منځه وړی دی.
دفاع وزارت همدارنګه ادعا کوي چې د فراه ولایت خاک سفید ولسوالۍ کې یې په هوايي بریدونو کې ۴۲ وسله وال وژلي ۶ تنه یې ټپیان کړي او د هغوی وسایل او چادوېدونکي مواد یې له منځه وړي دي.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې په وینا، د غزني ولایت د اندړو او ګیرو په ولسوالیو کې د ۱۳ تنو پاکستاني ترهګرو او د طالبانو د یوه تن سیمه ییز قوماندان په ګډون، ۳۰ تنه ترهګر وژلي او ۱۱ تنه ټپیان دي.
افغان چارواکو همداراز ادعا کړې چې په کونړ، پکتیا، هلمند، کاپیسا او ننګرهار کې یې هم د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې، تر ۲۰ زیات مخالف وسله وال وژلي دي.
وسله والو طالبانو د حکومت له لوري د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې ولسمشر غني افغان ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي حالته تعرضي بڼه خپله کړي.