یو افغان فوټبالر جبار شرزه د ډنمارک له کورنیو سیالیو لېرې شو
![یو افغان فوټبالر جبار شرزه د ډنمارک له کورنیو سیالیو لېرې شو](https://gdb.rferl.org/0932743C-2636-40AF-8013-2B3F331FE520_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړی جبار شرزه د ډنمارک په کورنیو سیالیو کې د ټپي کېدو له امله د یوې میاشتې لپاره له سیالیو لېرې شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه افغان لوبغاړی چې د ډنمارګ د کورنیو سیالیو په "پريمات امیګړ" لوبډله کې لوبېږي د خپلې لوبډلې لپاره يې تردې دمه په نهه سیالیو کې شپږ ګولونه وهلي دي.
دغه افغان لوبغاړی د یادې لوبډلې لپاره کليدي لوبغاړی بلل کېږي خو اوس د یوې میاشتې لپاره له لوبو محروم شو.