په بلخ کې د نوښت ګرو ښځو د لاسي صنایعو نوې پروژه پيل شوه
![په بلخ کې د نوښت ګرو ښځو د لاسي صنایعو نوې پروژه پيل شوه](https://gdb.rferl.org/48169FD1-759A-407E-A6FC-3575B52CE5F6_w800_h450.jpg)
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست وايي، د نوښت ګرو ښځو د لاسي صنایعو یوې نوې پروژې نن په کار پیل وکړ.
د دغه ریاست رئیس شیر احمد سپاهي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پروژې په اساس د سوداګرو ښځو صنعت به خپل هوئیت پیدا کړ او د هر صنعت پر سر به ځانګړی مارک یا نښان ولګول شي.
نوموړي وویل، دغه پروژه به د افغان ښځو د لاسي صنایعو تولیدات ډير او نړیوال بازار موندلو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د دي پروژې لګښت د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID له لوري ورکول کېږي.