لاوروف د ناروې له خوا د روسيې د پارلمان د سلاکار نیول غندلي
![لاوروف د ناروې له خوا د روسيې د پارلمان د سلاکار نیول غندلي](https://gdb.rferl.org/CF49407C-8F58-4D2A-9E2A-EC7103180C87_w800_h450.jpg)
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ناروې له خوا د جاسوسۍ په تور د روسيې د پارلمان د یوه سلاکار نیول، غندلي دي.
لاوروف پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې وویل، پر نیول شوي روسيې وګړي د ناروې لهخوا د جاسوسۍ تور پروپاګند دی او مسکو غواړي پوه شي چې له تبعه سره يې څه شوي دي.
سرګي لاوروف وویل، ایا تاسو پوهېږي چې نیول شوی کس د ناروې د پارلمان لهخوا بلل شوی وو دا د ناروې میلمه پالنه ده.
میخایل بوچخاریف د سېپټمبر په ۲۱مه په یوه کانفرانس کې د ګډون پر مهال ونیول شو.
د ناروې صدراعظمې ارنا سولبورګ بیا ویلي دي چې د روسيی وګړي د نیولو قضیه سیاسي بڼه نه لري.