ټرمپ نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران په اړه وینا کوي
![ټرمپ نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران په اړه وینا کوي](https://gdb.rferl.org/7F2D0B1E-A26D-420B-87CC-EF1682E3BA0B_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشر نن سې شنبه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران په اړه په خپل دریځ وینا کوي.
ډونالد ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د ایراني مشرانو د منزوي کولو لپاره له ده سره په ګډه کار وکړي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د امنیت په نړیوالې شورا کې د ایران په اړه خبرې کوي چې د تهران دوه متحدان چین او روسیه او اروپايي هېوادونه به چې د ایران له اټمي موافقې څخه د واشنګټن د وتلو له امله له ډونالد ټرمپ سره اختلاف لري، هم په دې غونډه کې وي.
ولسمشر ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ایراني مشران تورن کړل چې په منځني ځتیځ کې يې ګډودي، وژنې او ورانۍ رامنځته کړي دي.
د ولسمشر ټرمپ له وینا څو ساعته وروسته د ایران جمهور رئیس حسن روحاني عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د واشنګټن تګلاره وغندله چې د هغه په خبره، د نړیوالو موافقو درناوی نه کوي.
حسن روحاني د ولسمشر ټرمپ له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ریاست مسئلې ته په اشارې وویل، دا یو غیر معقول او غیر نورمال عمل دی.