د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړ کې بنګلهدیش پایلوبې ته لار ومونده
![د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړ کې بنګلهدیش پایلوبې ته لار ومونده](https://gdb.rferl.org/288BE37E-CCCE-48D2-8E1A-F9ED69ECECE0_cx1_cy16_cw49_w800_h450.jpg)
د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړ کې بنګلهدیش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.
د دغه سیالیو پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو دُبۍ کې د بنګلدیش او هندوستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د بنګلهدیش او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې په لوبه کې د لوبې ټاس بنګه دیش وګاټه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.
خو پاکستان ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۳۹ منډو په توپير بنګله دیش ته بایلوده.
که څه هم د بنګله دیش لوبډله تردې دمه نه توانېدلی چې د اسیايي سیالیو اتلولي خپله کړي، خو په دغه جام کې يې وخت ناوخت تر پایلوبې رسیدلی دی.
د اسیا کپ سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته کېږي، په ۱۹۸۴ میلادي کال کې پیل شوې او تر دې دمه ۱۳ وارې ترسره شوي دي.
هندوستان شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه واره د دغه سیالیو اتلولي ګټلې ده.
افغانستان هم چې په دې سیالیو کې د پام وړ لوبډله بلل کېده سرلاینکا او بنګله دیش ته په ماتې ورکولو او له هندوستان سره د سیالۍ په مساوي کولو سره د نړیوالو له خوا وستایل شوه.