په غزني کې د ولسمشر غني د وینا پرمهال درې راکټه لګېدلي
پر غزني ښار نن، پنجشنبه د سپټمبر۲۷مه، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني ورغلی، درې راکټي حملې وشوې.
یو راکټ د غزني د والي د دفتر په ۲۰۰ مترۍ کې لګېدلی دی، چېرته چې ولسمشر غني د مدني ټولنې غړو، د ولایتي شورا غړو او امنیتي چارواکو ته خبرې کولې.
د جمهور رئیس ویاند، هارون چخانسوري فرانس پرس ته ویلي چې راکټ د غني د خبرو له ځایه لرې لګېدلی دی.
د غزني د امنیت امر رمضان علي محسني فرانس پرس ته وویل چې په حمله کې څوک وژل شوي یا زخمیان شوي نه دي.
د حملې مسئولیت لا چا نه دی اخیستی.