د فوټسال افغان لوبډله انګلستان سره لوبېږي
![د فوټسال افغان لوبډله انګلستان سره لوبېږي](https://gdb.rferl.org/BA01BD83-AC75-423C-90A2-C54B234722B3_cx15_cy38_cw51_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تایلنډ په څلور اړخېزو سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه د انګلستان په وړاندې ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالي د تایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې د کوربه تایلنډ ترڅنګ د افغانستان، انګلستان او مالیزیا لوبډلې ګډون لري چې د روانې میلادي میاشتې سېپټمبر له ۲۷مې به تر ۲۹مې نېټې د یو بل په وړاندې سیالي کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا د جمعې په ورځ له مالیزیا او خپله وروستۍ لوبه به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د کوربه تایلنډ په وړاندې ترسره کړي.