په کندز کې د وطني غالیو بازار ښه شوی
په کندز کې د وطني غالیو جوړوونکو بازار تود شوی دی.
د دغه ولایت د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر عبدالله کلانتري نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د وطنې غالیو بازار ځکه ښه شوی چې د بهرنیو غالیو پرځای خلکو وطني غالیو ته مخه کړې.
نوموړي وویل چې دوی په کال کې څه باندې ۴۰ زره متر مربع غالۍ تولېد او بازار ته یې وړاندې کوي.
خو نوموړي وویل چې دوی له دولت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدونکو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو چارې ډېر ژر پیل کړي، ترڅو غالۍ اوبدونکي د ځای د نشتوالي ستونزه هواره شي.
بلخوا د کندز د اقتصاد رئیس محمد طاهر روزي بیا ازادي راډيو ته وویل چې د غالۍ اوبدونکو ستونزې یې له اړوند چارواکو سره شریکې کړي او ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.