د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو پولیس وژلی
د جوزجان ولایت په خماب ولسوالي کې د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د خماب ولسوال انجنیر احمد ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن یکشنبه سهار په دیوقلعه سیمه کې د پولیسو پوستې ته څېرمه وشوه.
د ده په وینا په دې پېښه کې د پولیسو یو رینجر موټر هم ویجاړ شوی دی.
د خماب ولسوال وايي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی و، خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.