چارواکي: په کابل کې ۲ کسان د ځانمرګو بريدونو د پلان په شک نيول شوي
![چارواکي: په کابل کې ۲ کسان د ځانمرګو بريدونو د پلان په شک نيول شوي](https://gdb.rferl.org/A149AE8F-0B41-4BFB-A83B-83FA2E11DE1C_cx32_cy22_cw68_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په کابل کې يې دوه کسان د ځانمرګو بريدونو د پلان په شک نيولي دي.
دغه رياست نن یکشنبه په يوې اعلاميې کې ويلي چې دغه دوه مشکوک کسان د عملياتو پر مهال د کابل په درېيمه ناحيه کې نيول شوي دي.
د اعلاميې په حواله، له دغو کسانو يوه تفنګچه، يو کرولا ډوله موټر او له منفجره موادو ډک يو لاسي بکس هم نيول شوي دي.
په هغه ويډيو کې چې رسنيو ته لېږل شوې، ظاهراً دواړه کسان پر خپل جرم اعتراف کوي.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، دغو کسانو د پېښور په اکوړه خټک کې د ماينونو، موټربم او انتحاري واسکټونو جوړول زده کړي وو.
د رياست په حواله، دغو کسانو غوښتل چې له پنځو انتحاريانو په استفادې، د کابل د پنځمې ناحيې پر ښاري کمربند، په کابل کې پر ځينو سياستوالو، مدني فعالانو او ديني عالمانو حملې طرحه کړي چې تر دغو پلانونو مخکې نيول شوي دي.