اجرائیه ریاست: تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي. اجرایه ریاست وايي، که څه هم پخوا تر دې کابل ته د پاکستاني پلاوو راتګ ښه نتیجه نه لرله، خو دا ځل افغان حکومت د پخوا په شان منتظر نه شي پاتې کېدلای. د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستاني پلاوی به هغه هېواد ته د افغانستان له لوري د ترورېستي ډلو اړوند، د ورسپارل شویو اسنادو په اړه ځواب ووايي. ده وویل، افغان حکومت هیله لري پاکستان پلاوی سبا له ژمنو سره کابل ته راشي. د افغانستان... Читать дальше...