ولسي جرګه: افغانستان برلاسی دی او پاکستان دې نور دوه ګونی سیاست پرېږدي
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان ښه برلاسی دی او ...
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان ښه برلاسی دی او ...
د نړۍ مشهورو لوبغاړو لکه شاهد افريدی، ويريندر سهواګ، ظهير خان، محمد کېف او ډېرو نورو په سويټزرلېنډ کې د واورو په مېدان کرکټ وکړ. دا شل اووريزې لوبې د شاهد افريدي لوبډلې وګټلې. دا مېدان د اوبو پر هغه ډنډ جوړ شوی چې د ډېرې يخنۍ له وجې واوره شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۹ نور نیول شوي دي. دغه وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، پکتیکا، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفينو یو پټنځای او ۳ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي. خو وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې مېشت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په وار وار مهلت ورکړی خو هلته مېشت افغان کډوال وايي يو خوا په لاس کې څه نه لري او بلخوا هلته امنيت نشته.
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې د هند او پاکستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته له دغه ولایته، ۳۰ زره ټنه انار صادر شوي دي. د دې ادارې رئیس سید حفیظ الله سیدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې د انارو محصولات شااوخوا ۱۱۰ زره ټنه وو چې ۳۰ زره ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي او پاتې نور یې په هېواد کې دننه په مناسبه بیه پلورل شوي دي. د ښاغلي سعیدي په خبره، تېرکال د انارو د صادراتو کچه ۲۰ زره ټنه وه. د ده په خبره، تر ډېره دغه صادرات د کابل ـ ډهلي هوايي... Читать дальше...
د کابل د شهزاده سرای صرافانو له څلور ورځني کاري اعتصاب وروسته نن شنبه خپل فعالیتونه بېرته پېل کړل. د افغانستان د صرافانو د شورا ویاند ضیا الکوزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دوی تېر ماښام هغه مهال خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه چې حکومت د دوی غوښتنو ته غاړه کېښوده. ښاغلي الکوزي له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي، د صرافانو شورا نېږدې درې میاشتې وړاندې د افغانستان بانک ته خپلې ۲۲ غوښتنې چې په هغو کې صرافانو ته د جوازونو ورکړه، خلکو ته د پورونو د ورکړې بهیر او د دوی په چارو کې د افغانستان بانک... Читать дальше...
د وسله والو طالبانو يوه نفوذي کس په هلمند کې ١٦ دولت پلوه وسله وال وژلي دي. د هلمند د ګرشک ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د باباولي هوټل په سېمه کې شوې ده. نوموړي وویل چې وسله والو طالبانو د دولت پلوه وسله والو وسلې له ځانه سره وړې دي. خو د هلمند امنیتي چارواکي دا خبر نه تأيیدوي.
د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو په اسلام اباد کې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته د پرتو قومونو پر لاریون، اسلام اباد ته...
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکو په هوایي بریدونو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او۴ نورټپیان دي. د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمون وال عبدالقوي عمري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکو دغه هوايي بریدونه د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوندې خانکه نومي سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو کړي دي. نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال د وسله والو طالبانو یوشمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
په دې لیکنه کې لولو چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته پوښتنه دا ده چې د جګړې په وخت چېرې ځای پر ...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، هېواد یې سوله غواړي، خو له ایرانه د ځان دفاع ته به دوام ورکړي. نتانیاهو پرون شنبه دا خبرې کړې دي. د هغه تر خبرو مخکې د اسرائيل یوه جنګي الوتکه چې په سوریه کې یې د ایران د پلویانو وسله والو پر مرکزونو بمباري کوله، د بېرته ستنېدو پرمهال وویشتل شوه او را وغورځېده. تر پېښې وروسته د اسرائیل صدراعظم وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې وکړې او د هغو ګواښونو پرضد چې د سوریې له خاورې پېښېدای شي، د اسرائیل او روسیې پرګډ مسؤلیت یې ټینګار وکړ. نتانیاهو وویل... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن یک شنبه د زيمبابوې د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي. د ۵۰ اورونو کرکټ، د یوې ورځې د نړیوالو سیالیو دا لړۍ په شارجه کې روانه ده. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کېد روانې لړۍ د پیل په مسابقه کې چې د جمعې په ورځ وشوه، د زیمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړه. د نړیوالو سیالیو په روانه لړۍ کې به دواړه لوبډلې د فبرورۍ په ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه هم سره مخامخ کېږي. د افغانستان د کرکټ بورد مسئولين وايي، له زیمبابوې سره چې د کړکټ په نړۍ کې پیاوړی مقام لري، سیالۍ ته یې ښه تیاری نیولی دی.
د افغانستان حکومت وايي، ۱۳ لکه افغانان د جګړې له امله بې ځايه شوي دي. د مهاجرینو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمدمیاخېل پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۶ لکه افغانان د جګړې، خراب امنیت او نورو ستونزو له امله له خپلو سیمو کډه کېدو ته اړ شوي دي. حفیظ احمد میاخېل وویل: "ډېر خلک په جګړه ځپلو ولایتونو کې بې کوره شوي، لکه سږکال د شمالي ولایتونوامنیتي وضعیتخراب و، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کړې چې بې کوره شویو کسانو سره لازمې بشري مرستې... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو د یوه یادداشت په رد کې د کانګرس د ډموکراټانو له لوري لیکل شوی محرم یادداشت ډېر سیاسی او اوږد و. ټرمپ پرون شنبه د ډموکراټانو د یادداشت د خپرېدو مخنیوی وکړ او ویې ویل چې باید ډېر لنډ یا مختصرشي. د کانګرس ډموکراټانو دا یادداشت د امریکا د ۲۰۱۶میلادي کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې په اړه د کانګرس جمهوري غوښتونکو د یوه یادداشت په ځواب کې برابر کړی و چې ولسمشر ټرمپ یې د خپرېدو اجازه ورکړې وه. د امریکا... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتون وايي که د پاکستان حکومت ورسره په ليکلي بڼه کړې وعدې پوره نه کړي نو بيا به احتجاج پېلوي. هغه پرون په اسلام اباد کې د خپلې لس ورځنۍ ناستې تر ختمولو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه خپرې کړې ويډيويي پېغام کې واضحه کړې چې کار يې لا ختم نه دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نېږدې راتلونکې کې په ازبکستان کې ستره سیمه ييزه غونډه جوړېږي. د شورا په وینا، د غونډې هدف له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د سیمه ييزې اجماع رامنځته کول دی. په ازبکستان کې د جوړېدونکې سیمه ییزې غونډې دقیق وخت نه دی څرګند شوی. د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا یوشمېر نور هېوادونه د افغانستان د امنیت له خرابوالي اندېښنه لري. له بله پلوه، د افغانستان پوځ په شمالي ولایتونو کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د وسله والو په ګډون، د منځنۍ اسیا د وسله والود فعالیت راپورونه نه ردوي.
د افغانستان او ازبکستان د ګډ امنیتي کمېسيون په غونډه کې پرون شنبه د ترورېزم پرضد پر مبارزه او سیمه ييز امنیت مهمې خبرې شوې دي. د افغانستان دملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، غونډه د دواړو هېوادونو دملي امنیت د سلاکارانو محمد حنیف اتمر او ویکټور محمدوف په مشرۍ جوړه شوې وه. اتمرد جمعې په ورځ د ازبکستان پلازمېنې عشق اباد ته روان شو. خبرپاڼه وايي، دواړو خواوو په سیمه کې د امنیت لپاره د سیمه ييزو همکاريو پراختیا او د مخدره موادو د قاچاق او مخنیوی پر څرنګوالي خبرې کړې دي. اتمر به د ازبکستان د بهرنیو... Читать дальше...
په بیان کې ویل شوي چې دواړو خواوو د همکاریو د پراختیا لپاره د یوهمیکانیزم پرجوړولو په خبرو کې پرمختګ کړی، خو ...
په اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاج "پښتون لانګ مارش" یوه مشر منظوراحمد پښتون پرون شنبه وویل، که حکومت په ..
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د ۳۹ مې کلیزې په لمانځغونډه کې خلک یووالي ته ...
امريکې د هغو بمونو ويډيو خپره کړې چې له بې ۵۲ الوتکو يې "په بدخشان کې يې د طالبانو په مرکزونو" غورځولي دي. دوی په يوه ورځ ۲۴ بمونه وغورځول او وايي "د طالبانو مرکزونه يې له منځه يووړل".
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости