امریکا: ترکیه باید په عفرین سیمه کې عملیاتو ته پام وکړي
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ترکیې دا حق واشنګتن په رسمیت پېژني چې د خپلو پولو امنیت تامین کړي. ریکس ټیلرسن په ورته وخت کې له انقرې وغوښتل چې د سوریې په عفرین سیمه کې دې خپلو عملیاتو ته پام وکړي او داسې څه دې نه کوي چې ورسره په سیمه کې ستونزې زیاتې شي. ټیلرسن د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره پرون په انقره کې دا خبره هم وکړه چې واشنګتن په ترکیه کې خپلو ډیپلوماتانو ته سخت اندېښمن دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د دوه ورځني سفر په مخه ترکیې ته تللی و.