Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 18.02.2018

ایران کې الوتکه لوېدلې، ۶۶ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

د حادثې سره مخ شوې دوه ماشینه ATR 72 ټربو الوتکه د ایران د اسمین هوايي شرکت پورې مربوط وه. د هوايي شرکت ویاند محمد تقي طبع طباعي سرکاري رسنیو ته ویلي چې په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

د ایران د یوې مسافروړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه ۶۶ سپرلۍ وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د یوې مسافروړونکې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ټوله ۶۶ سپرلۍ وژل شوې ده. دغه پېښه نن د مرکزي ولایت اصفهان په غرنۍ سیمه کې شوې ده. د ایران د اسمان هوایي شرکت «ATR 72» ډوله دغه دوه ماشینه الوتکه چې د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتې وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه. د دغه شرکت ویاند محمد تقي طباطبایي دولتي ټلویزیون ته وویل چې الوتکه په دینا غره کې چې شااوخوا ۴۴۰ متره لوړ دی، را لوېدلې او ټوله سپرلۍ یې چې شپږ عمله او شپېته مسافر وو، وژل شوې ده. تر اوسه د دغې الوتکې د راغورځېدو علت نه دی معلوم. Читать дальше...



د ایران په اصفهان کې د سپرلۍ یوه الوتکه لوېدلې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایرانۍ الوتکه له لسګونو سپرلیو سره په مرکزي ولایت اصفهان کې راغورځېدلې ده. د دغې ادارې مشر حسین کوليوند فارس خبري اژانس ته وویل چې دغه الوتکه چې سپرلۍ یې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وه، په سیمیروم سیمه کې راغورځېدلې او ټولو بېړنیو ځواکونو ته د تیارسۍ امر ورکړل شوی دی. د هغه په وینا، دغه الوتکه چې د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتې وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه. د بېړنیو چارو د ادارې ویاند مجتبی خالدي بیا ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې ځای ته چې یوه غرنۍ سیمه ده، هليکوپټر استول شوي دي. Читать дальше...

امریکا په سوریه کې د ترکیې د کیمیاوي وسلو د استعمال شواهد نه لري

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وایي، متحده ایالات هېڅ باور نه کوي چې ترکیې دې د سوریې په شمالي ولایت عفرین کې په پوځي عملیاتو کې د کردانو پرضد کیمياوي وسلې کارولي وي. دغه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د شنبې په ورځ وویل چې امریکایي چارواکي په دې اړه په خپرو شویو راپورونو خبر دي، خو شواهد نه لري چې هغه تأیید کړي. امریکا دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د عفرین د روغتون مشر ادعا وکړه چې د جمعې د ورځې ناوخته شپږ تنه چې د جګړې په جریان کې ټپیان شوي وو، په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې وو. د هغه په... Читать дальше...

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن یکشنبه د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوي. نوموړی دغه وینا یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا لوړپوړي استازي خبرداری ورکړ چې تهران په منځني ختیځ کې یوه نیابتي ځواکمنه شبکه جوړوي. ښاغلی ظریف دغه راز دغه امنیتي کنفرانس ته په درېیمه او وروستۍ ورځ خپله وینا، وروسته له هغې کوي چې متحده ایالات، برېتانیا او فرانسه د ملګروملتونو د هغه پرېکړه لیک د تصویبولو هڅه کوي چې ایران په دې غندي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو لاس ته د خپلو توغندیو د لوېدو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. Читать дальше...

چارواکي: په ارزګان کې پولیسو ۱ ملکي کس په ډزو وژلی

Pa.azadiradio.com 

د اروزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ کې نن یکشنبه غرمه یوه پولیس سرتېري پر ملکیانو ډزې کړي چې پرمهال یې ۱ کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي. د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دوهم څارن نظر محمد ازادي راډيو ته وویل، پېښه نن غرمه ۱۱ بجې تر هغه وروسته رامنځته شوې، کله چې د پولیسو او ملکیانو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته ډزې شوي چې په خبره یې بریدګر پولیس نیول شوی دی. د حوزی امر وایي، وژل شوي او ټپیان ټول مکلیان دي او په ترینکوټ ښار کې یې د موټرو پلورنځی درلود. Читать дальше...



هلال: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې۳۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیتي چارواکي د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۳۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال مطیع الله هلال ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات د میوند ولسوالۍ په کلاښامیر، شلغمي او نورو سیمو کي د افغان ځانګړو ځواکونو د «صفر۳» په نوم ځانګړي قطعې تر سره کړي چې پر مهال يې ۳۶ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د هلال په وینا د ۱۶وسله والو جسدونه د عملیاتو په سیمه کې پاتې شوي دي: "دغه عملیات چې پرون ناوخته پای ته ورسېدل پرمهال يې ۳۶ وسله وال وژل... Читать дальше...

امریکا له فرانسې، برېتانیا او له ملګرو ملتونو د ایران غندنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونه، برېتانیا او فرانسه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې ایران په دې وغندي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو لاس ته د خپلو توغندویو د لوېدو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. د پرېکړه لیک له هغې مسودې سره سم چې روېټرز خبري اژانس لیدلې ده، دا درې متحدان همداراز له امنیت شورا غواړي چې د توغندویو په تړاو د بندیزونو د سرغړونې په خاطر د ایران پر ضد د اقدام ژمنه وکړي. ډیپلوماتانو روېټرز ته ویلي چې د پرېکړه لیک مسوده امنیت شورا ته د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۱۶مه سپارل شوې ده. ټاکل شوې ده... Читать дальше...

د اسرائیل جنګي الوتکو په غزې تړانګه کې د حماس هدفونه وویشتل

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ وايي، وروسته له دې چې له غزې سره د اسرائیل په پوله کې د چاودنې په نتیجه کې د دوی څلور پوځیان ټپیان شول، جنګي الوتکو یې په غزې تړانګه کې د حماس هدفونه وویشتل. د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي چې په پرونۍ چاودنه کې د دوی دوه سرتېري سخت ژوبل شوي دي. دا له ۲۰۱۴ میلادي کال راوروسته د غزې په پوله کې تر ټولو جدي پېښه ده. غزه د حماس د وسله والو په لاس کې ده.

سلګونو کندهاریانو د برښنایي تذکرو د وېش له ځنډ سره مخالفت وکړ

Pa.azadiradio.com 

د کندهار سلګونو اوسېدونکو پرون شنبه په یوه غونډه کې د الکترونیکي تذکرو د وېش له ځنډېدو سره مخالفت وکړ. په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د غونډې برخوالو د برښنايي تذکرو د ژر تر ژره د وېش غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې د هر راز ځنډ او خنډ مخالف دي. په عین وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم په خپلو تازه څرګندونو کې د برښنايي تذکرو وېش یوه ملي موضوع بللې او ویلي یې دي چې له دې ملي پروسې سیاسي ګټه اخیستل غندي. د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني، لومړۍ مېرمن او د ولسمشر دوهم... Читать дальше...

فیلیپ: روسیه دې خپل پوځیان د مولداوی له ټرانس‌نیسټریا وباسي

Pa.azadiradio.com 

د مولداوي صدراعظم پاول فیلیپ یو وار بیا له روسیې وغوښتل چې خپل پوځیان او وسلې د مولداوي له بېلتون غوښتونکې سیمې ټرانس‌نیسټریا "Transdniester" څخه وباسي. فیلیپ پرون شنبه د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یوه ګردي مېز ته وویل چې هېواد یې له روسیې سره انډوله او دوستانه اړیکې غواړي. دی وايي: "داسې اړیکې چې زموږ سوداګري همکاري به نه سیاسي کېږي او ‌ډیالوګ به د دوه اړخېز درناوي پر اساس وي." د مولداوي ځواکونو او د مسکو له ملاتړه برخمنو ټرانس‌نیسټریا جنګیالیو په ۱۹۹۲میلادي کال د لنډ وخت لپاره خونړۍ جګړه وکړه. Читать дальше...

جنرل باجوه: پاکستان کې د افغان طالبانو مرکزونه نشته

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د فرورۍ په ۱۷ مه په جرمني کې د ميونخ نړيوال امنيتي کنفرنس کې د خبرو پر مهال د ترهګرو پر ضد د خپلو عملياتو ذکر وکړ او وي ويل چې بايد د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې قربانۍ هېرې نه شي.‌

ارزګان چارواکي: بریدونو ۲۳ وسله‎وال طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د افغان هوايي ځواک د بریدونو پر مهال ۲۳ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي. په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت چوره ولسوالۍ اړوند «اخترکلي» کې د وسله‎والو طالبانو پر يوه مرکز برید کړی چې پر مهال یې ۱۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي. نوموړی وايي چې د یاد برید پر مهال د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

В сказке театра кукол Ульгэр приключения и опасности, интересные знакомства и встречи - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети





Rss.plus
#123ru.net

Галина Ржаксенская впервые стала участником ПМЭФ в Санкт-Петербурге




Безумие Байдена и судьба США

Задержан экс-владелец крупнейшей лизинговой компании. Алексея Тайчера взяли по прилете в Москву

Депутаты хотят запретить усыновление детей из России в те страны, где можно менять пол

Экс-гауляйтер Луганщины: «Премьерша Италии – наша! Ультраправая дочь неонацистки!»




نیمروز کې د ملکي ادارو د پنځم او شپږم بست لپاره ازموینه واخېستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د ملکي ادارو د پنځم او شپږم بست لپاره د مامورینو د کانکور ازموینه واخېستل شوه. د نیمروز د والي ویاند، احمد عرب وویل چې په ازموينه کې ۲۴۹ ښځو ګډون کړی وو. هغه پرون شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د معلمۍ د بست لپاره لږ تر لږه ۲۸۸ کسانو فورمې ډکې کړې وې او د ملکي مامورینو د بستونو لپاره هم ۴۴۶ کسانو فورمې ډکې کړې وې چې ټولو په ازموینه کې ګډون وکړ." احمد عرب زیاته کړه چې د ولسمشر د فرمان پر اساس، د ملکي ادارو د مامورینو د ټاکنې په ازموینه کې شفافیت ته ډېر پام شوی دی. د نیمروز... Читать дальше...

هرات کې د ټاپي پروژې د یوې برخې پرانېستلو ته امنیتي تدابیر سخت شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانېستلو رسمي مراسمو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دا مراسم د جمعې په ورځ ترسره کېږي. ټاپي، هند ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د طبیعي ګاز د انتقال پروژې ته ویل کېږي. د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې لږ تر لږه ۷ زره کسانو ته به د کار موقع برابره شي او د هرات خلکو ته به د ارزانه ګاز د وېش لوی مرکز جوړ شي. جیلاني فرهاد زیاته کړه:  "له دې درکه به افغانستان ته په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالر ګټه... Читать дальше...

د کوزوو خلک له سربیا د خپلواکۍ د اعلان لسمه کلیزه لمانځي

Pa.azadiradio.com 

د کوزوو خلک له سربیا د خپلواکۍ د اعلان لسمه کلیزه لمانځي. کوزوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له سربیا د خپلواکۍ اعلان وکړ. په هغه هېواد کې د خپلواکۍ د لمانځلو مراسم پرون شنبه پېل شو او نن به هم دوام لري. د کوزوو ولسمشر، هاشم تاچي ویلي: "هغه زموږ خلکو ته د ډېرې خوشحالۍ ګړۍ ده." د کوزوو په پلازمېنه، پریشتینا کې پرون د حکومت په ځانګړي غونډه کې د هغه هېواد صدراعظم، راموش هارادینای وویل: "د کوزوو دولت د خلکو د ازادۍ ارمان پوره کړی دی." د امریکا متحدو ایالاتو کوزوو ته د خپلواکۍ مبارکي ویلې ده. ... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Про царя в голове: Гергиев привез в «Большой» «Ивана Сусанина»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Кирилл Скачков

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России