عبدالله: د کوکنارو د کښت لهمنځه وړل، د افغان حکومت له توانه وتلې
د افغان حکومت اجرائیه رئیس نشهيي مواد د افغانستان تر ټولو لویه اجتماعي ستونزه بولي او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې غوښتنه کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ یې د اجرائیه ریاست په دفتر کې د عامه پوهاوي او نشهيي موادو د غوښتنې کمولو غونډې ته خبرې کولې وویل، د کوکنارو کښت او نشهيي موادو د تولید عوامل لهمنځه وړل، په يوازې سر د افغان حکومت له توانه وتلې خبره ده، ځکه په نړیوال بازار کې د نشهیي موادو د بیې لوړوالي نړیواله غوښتنه زیاته کړې او په افغانستان کې یې روانې ناامنۍ ته زمينه برابره کړې ده. Читать дальше...