افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو د ملکیانو د خویتوب غوښتنه
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وايي، د افغاني ټولنې ګڼ استازي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو د ملکیانو د ژوند خویتوب غواړي. یوناما پرون په دې اړه یو بیان خپور کړی دی. په بیان کې راغلي چې اوس وخت په افغانستان کې د یوناما په هڅو د خلکو تر منځ د بحثونو یوه لړۍ پيل شوې چې هدف یې په ملکیانو د جنګ د اغېزو څېړل دي. یوناما په نورستان او ننګرهار کې د بحث د ګډونوالو په حواله ویلي چې دولت او مخالفین دې ټول نړیوال بشري حقونه رعایت کړي، ځکه ده جګړه هره ورځ ژوند ګواښي او په خلکو ناوړه اقتصادي - ټولنیز اغېزې کوي. Читать дальше...