په پراګ کې یوې محکمې د صالح مسلم د خوشې کېدو امر کړی
سره له دې چې ترکیې د چک له جمهوریته د سوریې د کردانو د مشر د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، په پراګ کې یوې محکمې ددې شخص د خوشې کېدو امر کړی دی. د محکمې له حکم وروسته د چک جمهوریت چارواکو د سوریې د کردانو مشر صالح مسلم چې څو ورځې مخکې په پراګ کې نیول شوی و، له توقیفه خوشې کړی دی. تر دې مخکې سوریې له چک جمهوریته غوښتي وو چې د سوریې د ډموکراټیک اتحاد د ګوند دا پخوانی مشر دې ور وسپاري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، مسلم که هر هېواد ته ولاړ شي، انقره به یې تعقیب ته ادامه ورکړي. د... Читать дальше...