د اسیا د تکواندو په ۲۳م پړاو سیالیو کې افغان لوبغاړي بریالي نشول
د اسیا د تکواندو په ۲۳م پړاوو سیالیو کې افغان لوبغاړي د مډال په ګټلو بریالي نشول. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې څلور افغان لوبغاړو شریف مرادي، محسن رضايي، احمد بخشي او رامش حسیني په مختلفو وزنونو کې ګډون کړی و. ښاغلی پیمان وايي، افغانستان په دغو سیالیو کې د دریو بریاوو او څلورو ماتو سره ونه توانېد چې مډال خپل کړي. د اسیا د تکواندو ۲۳ پړاوو سیالۍ د می له ۲۴ نېټې نه تر ۲۸ نېټې پورې د ویتنام په هوچي ښار کې ترسره شوې.