بلخي: له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدونکو شمېر ۲ برابره شوی
له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو شمېر د تېرکال پرتله دوه برابره ډېر شوی دی. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر که څه هم د دغو کډوالو شمېر یاد نهکړ، خو ویې ویل چې پهدې کې هم د قانوني اسنادو لرونکي او هم بې اسناده کډوال شامل دي. سید حسین عالمي بلخي تېر ماښام ازادي راډیو ته له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه وویل: "له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېر کم دې، د تېر کال د همدې مودې سره چې یې پرتله کړو، خو له ایرانه د راستنېدونکو شمېر... Читать дальше...