د کابل د حوزې د لومړي دور د کانکور ازموینه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه
د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو د موسسو د نوې تحصیلي کال لپاره د کابل د حوزې د لومړي دور کانکور د پنجشنبې په ورځ پیل شو.
د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو د موسسو د نوې تحصیلي کال لپاره د کابل د حوزې د لومړي دور کانکور د پنجشنبې په ورځ پیل شو.
د سولې لپاره ولسي حرکت امریکايي ولس ته د یو لیک په لېږلو سره د امریکا سفارت مخې ته له خپلې ناستې راولاړېږي او ټاکل شوې چې تر دې وروسته د روسيې سفارت مخې ته پرلت ووهي.
د هلمند دولتي مسئولین وايي، د تېر شوي اوربند وروسته جګړې کمې شوي دي...
د سمنګان ولایت د زراعت ریاست مسولین د دې ولایت د بادامو او پستې په حاصلاتو کې د زیاتوالي خبر ورکوي. د دې ولایت د کرنې رئیس همایون حبیب نن ازادي راډيو ته وویل چې په روان کال کې له ۲۵۰ جریبه ځمکې څخه د بادامو حاصلات راټولوي. نوموړي د بادامو او پستې په حاصلاتو کې د زیاتوالي دلیل د امراضو مخنیوی په ګوته او ویې ویل چې په دې برخه کې يې پر وخت د باغ لرونکو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د تورخم د ترانزیټي لارې بندېدل هره ورځ افغان سوداګرو ته میلیونه ډالره زیان اړوي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم ګمرګ کارکونکو له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا کاري اعتصاب کړی چې له امله يې د دې بندر له لارې صادارت او واردات بند شوي دي. هغه وايي چې د غه کسانو د ناامنۍ او ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی دی. ښاغلی الکوزی وايي چې هره ورځ د تورخم بندر له لارې نږدې پنځلس سوه په سوداګریزو مالونو بار موټرې تګ راتګ کوي. Читать дальше...
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د یوه ایراني ډيپلوماټ د توقیف په وړاندې...
د پاکستان احستاب عدالت د سېشنبې پر ورځ د ايون فيلډ په نوم د کرپشن فيصله محفوظه کړې وه او ويلي وو چې د د جولايي پر شپږمه نېټه به يې اعلانوي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي او د افغانستان او پاکستان په ګډ کاري پلان یې ورسره خبرې کړي دي. ښاغلي زاخېلوال پهدې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: "دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې او پیوستون په برخه کې د افغانستان او پاکستان په ګډ کاري پلان باندې خبرې وکړې." افغانستان او پاکستان پهدې وروستیو کې د یوه ګډ کاري پلان پر جوړولو سلا شوي او د نهايي کولو لپاره یې د دواړو هېوادونو... Читать дальше...
جرمني ۶۹ افغان کډوال چې د پناه اخېستلو درخواستونه یې رد شوي وو، بېرته افغانستان ته ستانه کړل. د جرمني د خبري اژانس په وینا دغه کسان پرون په یوه الوتکه کې له مونشن ښاره کابل ته انتقال شول. د ۲۰۱۶میلادي کال د ډیسمبر له میاشتې را پهدې خوا چې جرمني د افغان پناه غوښتونکو ایستل پیل کړي دي، دا تر ټولو لویه ډله ده چې افغانستان ته لېږل کېږي. جرمني تېر کال د مې له میاشتې را وروسته چې په کابل کې د ټانکر په واسطه چاودنه وشوه او تر ۹۰ ډېر کسان پهکې ووژل شول او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شول، له خپلې خاورې افغانستان ته د افغانانو د ایستلو پروګرام ځنډولی و.
د فراه امنیتي چارواکي وایي، پرون چهارشنبه ناوخته یو ایرانی له ۱۲ کیلوګرامه تریاکو سره د شیخ ابونصر فراهي په سرحدي سیمه کې ونیول شو. د امنیه قوماندان ویاند محب الله محب وویل، دې کس غوښتل چې د شیخ ابو نصر فراهي سیمې له لارې مخدرمواد په موټر کې ایران ته یوسي. د ښاغلي محب په وینا د دې پېښې تحقیقات روان دي.
په کاناډا کې ګرمې هوا د ۱۷ تنو ژوند واخېست. په دغه هېواد کې روغتیایي چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې په مونتریال کې د تودې هوا له امله د مړو شوېو شمېر ۱۲ ته ورسېد. د مونتریال د عامه روغتیا په څانګې کې یوه مسوول ډاکټر ډیویډ کیسر وویل چې اکثر قربانیان هغه کسان دي چې یوازې اوسېدل او ایرکنډیش یې نه درلود. په مونتریال کې پرون چهارشنبې هوا د سانتي ګرېډ ۳۴ درجو ته رسېده او نن هم همدومره اټکل شوې ده. د کاناډا په ختیځ کیوبک ښارګوټي کې چې هوا پرون نژدې ۴۰ درجې د سانټي ګیرید وه، پنځه تنه مړه شوي دي.
د بامیان د کهمرد لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو څو تنو ملګرو سره ونیول شو. د بامیان امنیه قوماندان سمونوال حمید الله خدایي پرون ناوخته په بامیان کې خبرې غونډې ته وویل، یو شمېر پولیس د سې شنبې په ورځ په کهمرد ولسوالۍ کې د انتخاباتي حوزو د امنیت ټینګېدو لپاره په ګزمه وو چې د لارې په اوږدو کې د قلعه جلاد په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول، له یو ساعت جګړې وروسته د طالبانو یو تن ووژل شو او پنځه تنه یې ونیول شول. د امنیه قوماندان په وینا په نیول شوېو کې یو هم قاري جلیل دی چې د کهمرد لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال دی.
په پروان ولایت کې په لسګونو کسان د مخدر موادو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوي دي. د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ وليزاده پرون ناوخته ازادي راډيو ته وویل: "۳۰ تنه په یوه کور کې چې هلته څوک نه اوسېدل، هره ورځ راغونډېدل او مخدر مواد یې پلورل. دوی په غلاوو او د ناامنیو په بېلابېلو پېښو کې لاس درلود او ونیول شول." په پروان ولایت کې د دولتي شمېرو له مخې نېژدې ۱۴ زره کسان په مخدر موادو روږدي دي.
د پاکستان او افغانستان چارواکي وایي، د بې پیلوټه امریکایي الوتکو په برید کې د یاغیانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي...
د خپرونې په وينا، که اسلاماباد په وروستي اوربند کې رول درلود، څه شی د پاکستان مخه نيسي چې د اوږدې ...
د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه چارواکي وویل چې طالبان کولی شي چې د جدې او مکې مکرمې په ښارونو کې...
د ایران ولسمشر حسن روحاني د اتریش مرکز ویانا ته د سفر پر مهال ټینګار کړی چې هېواد به یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوي اټمي تړون ته تر هغې ژمن پاتې شي، څو چې د دې تړون د نورو غړېو هېوادونو لهخوا د ایران ګټې یقینې پاتې وي. ښاغلي روحاني پرون له خپل اتريشي سیال الکساندر فن در بلن سره تر لیدنې وروسته وویل، د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له شوې اټمې موافقې څخه د امریکا وتل غیرې قانوني او د هېڅ هېواد په ګټه نهدي. نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړ چې د ایران د تیلو صنعت ته د ګواښ په صورت کې به ځوابي اقدام وکړي.
په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زیږنتون چې شپږکاله وړاندې يې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړی، د نوېو زیږیدلو ماشومانو شمېر پهکې یو لکو ته ورسېد.
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ د ماموریت په هوايي برید کې ۳۵ وسله وال طالبان...
په بریتانیا کې د ترورېزم ضد ادارې افسران د هغې پېښې تحقیق کوي چې له امله یې دوه تنه د ناپېژندویه موادو له امله بې سده موندل شوي. د پولیسو په وینا د جولای په درېیمه یوه ښځه له خپل میړه سره د "ویلټشر" په امسبوري سیمه کې په کور کې بېهوښه پیدا شول چې روغتیایي وضعیت یې ښه نهدی. د "ویلټشر" د پولیسو مرستیال پاول میلس وویل: "وروسته تر دې چې دوه تنه له نااشنا موادو سره د تماس له امله په امسبوري کې په روغتون کې بستر شول، د ویلټشر پولیسو او د هغوی همکارانو د یوې مهمې پېښې د رامنځته کېدو اعلان وکړ."... Читать дальше...
د ازبکستان یوې ولایتي محکمې یو ازبک ټبری امریکایي، له سخت دریځو سره د اړیکو د لرلو او د دې هېواد د حکومت د نسکورولو د هڅو په تور په ۷۰ ډالره جریمه کړی دی. ویل شوي چې نوموړی دا جرمونه ۲۰ کاله مخکې ترسره کړي وو. ذاکر علییف چې ۴۶ کلن دی، د جون په شپاړسمه نېټه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ سره د اړیکو او په افغانستان کې د وسلهوالو ترڅنګ د جنګېدو او د ناټو پر سرتېرو د برید په تور ونیول شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости