افغان او ایرلند کرکټ ټیمونه راتلونکې میاشت شپږ لوبې کوي
د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي ټيمونه راتلونکې ميلادي مياشت په خپلو کې شپږ مسابقې کوي. د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به ايرلنډ ته سفر وکړي او د ايرلنډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره به درې شل اووره او درې ٥٠ اووره مسابقې ترسره کړي." افغانستان په تېره مارچ مياشت کې له ايرلنډ څخه ٥٠ اووره مسابقه په ٥ ويکټو ګټلې وه. په بنګله دېش کې هغه مسابقه د کرکټ نړيوالې شورا نړيوال جام ته د لار موندنې لپاره وه.