د اکرم خان دراني پر کاروان بمي چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۵ ټپیات دي
د خیبر پښتونخوا ایالت امنیتي او د جمعیت علماء اسلام ګوند چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن جمعه د اکرم خان دراني پر ټاکنیز کاروان چاودنه شوې چې اکرم خان درانی ترې روغ وتی، خو لږ تر لږه ۴ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د بنو پوليسو وایي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، بم د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و. د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د د جمعيت علماء اسلام (ف) پر دغه چارواکي دا برید د بنو په هوېد سیمه کې هغه وخت شوی چې د هغه کاروان د ټاکنیز کمپاین لپاره روان و. اکرم خان درانی له بنو څخه د پاکستان ملي اسامبلې ته د متحده مجلس عمل کاندید دی. Читать дальше...