یوناما: په افغانستان کې په ملکي مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی «يوناما» وايي، د روان مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی «يوناما» وايي، د روان مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تېره ورځ په کابل کې د افغان جلغوزیو د صادراتو د پراختیا لپاره د حکومت او سوداګرۍ خونې تر منځ ناسته تر سره شوه. د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، هڅې کېږي چې له دې وروسته جلغوزي په هېواد کې پروسس او له همدې ځایه نورو هېوادونو ته صادر شي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان جلغوزي د پاکستان په مارک له هغه هېواده نورو هېوادونو ته صادرېدل چې د سوداګرو په وینا د افغانستان په اقتصاد يې بد اغېز کړی دی. ښاغلی پسرلی هم... Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او کرنې وزارتونو تر منځ د یوریا سرې د خرڅولو یو تړون لاسلیک شو. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغه تفاهم له مخې د ۳۸۶ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۰زره مټرېک ټنه د یوریا سره د کانونو له وزارت څخه پیري. د افغانستان د کانونو وزارت دا اندازه سره د بلخ د سرې او برښنا له فابریکو پوره کوي. د کرنې وزارت وايي، د دغې سرې په ویشلو سره به د هېواد د ۲۰۰ زره بزګرانو اړتیا پوره شي.
د مستونګ ځانمرګی برید پر داسې مهال شوی چې د جولای له ۱۰مې راهیسې په پاکستان کې پر انتخاباتي غونډو او دفترونو بریدونه شوي دي.
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک وايي، په دغه ولسوالۍ کې د روانو تصفیوي عملیاتو له کبله په سلګونه کورنۍ ...
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک وايي، په دغه ولسوالۍ کې د روانو تصفیوي عملیاتو له کبله په سلګونه کورنۍ ...
د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به د جنوبي افریقا د اپارتاید یا توکمپالنې ضد مشر او پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا د لمانځلو لپاره د نوموړي د سلمې کالیزې د مراسمو په جوړولو کې مرسته وکړي. د جولای اتلسمه چهارشنبه د نیلسن منډیلا د زوکړې ورځ ده. منډیلا چې په ۲۰۱۳ میلادي کال سا پرې کړه، د خپل ژوند ۲۷ کلونه په بند کې تېر کړي و. د ده سلمه کالیزه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
لږ تر لږه دوه اعتراض کوونکي پرون شنبه هغه مهال د عراق په جنوب کې ووژل شول چې په خپل هېواد کې یې د اقتصادي تنګسې او فساد پر ضد احتجاج کاوه. اعتراض کوونکو د خپلو مظاهرو په شپږمه ورځ په کربلا کې د ولایت پر ودانۍ حمله وکړه او په نجف ښار کې یې پر هوايي ډګر هجوم ور وړ چې له کبله یې هوايي ترافیک په ټپه ودرېد. دا مظاهرې د بصرې له بندري ښاره پیل شوې او نورو سیمو ته وغځېدې. پرون په اماره ښار کې دوه تنه مظاهره چیان ووژل شول. تردې وړاندې یو تن وژل شوی و.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د وسلهوالو له لوري د ښوونځيو د سوځېدو او د دوی ښوونکو...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه هم لیکلي دي.
ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني د هغو ویډويي تصویرونو په اړه د څېړونو لارښوونه کړې چې ویل کېږي په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو لهخوا د ځینو کسانو د نیولو په اړه دي. ادعا شوې چې په تصویرونو کې د افغانستان د ملي اردونو ځانګړي سرتېري د نیول شوي قوماندان نظام الدین قیصاري د ساتونکو د وهلو ډبولو په حال کې لیدل کېږي. د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هغه څه چې په فاریاب کې د ځینو کسانو د نیولو پر مهال پېښ شوي، دا د ځینې افرادو سرغړونه ده، خو په کُلي توګه د افغانستان امنیتي... Читать дальше...
افغان حکومت د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وروستي تروریستي بریدونه غندلي دي. له ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د افغانستان خلک او حکومت په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستیو تروریستي پېښو کې د یو شمېر وګړو د وژل کېدو له امله د یادو ایالتونو خلکو په ځانګړي ډول د تروریستي پېښو قربانیانو ته خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي." د ارګ خبرپاڼه کې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو پریکړې ته په اشارې ویل شوي: " د اسلامي نړۍ علماوو په سعودي عربستان کې د یوې متفقې اجماع... Читать дальше...
د دفاع وزارت وايي، پکتیا او ننګرهار ته یې پلاوي استولي، څو د هغو راپورونو څېړنه وکړي چې وايي، دغلته په هوايي بمباریو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په تېرو دوو ورځو کې د سیمهییزو چارواکو او ځايي خلکو له قوله د پکتیا په زرمت او د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالیو کې د هوايي بمباریو له کبله د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول. ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د دواړو پېښو په اړه د تحقیقاتو سپارښتنه کړې. د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش... Читать дальше...
د فوټبال په روانو نړیوالو سیالیو کې بلجیم پرون د روسیې په سن پټرزبورګ کې انګلستان ته د صفر په وړاندې په دوو ګولونو له ماتې ورکولو سره د دې لوبو درېیم مقام خپل کړ. دا د بلجیم په تاریخ کې د دې هېواد لپاره تر ټولو لوړ مقام دی چې د فوټبال په سیالیو کې یې ګټي. بلجمي ټیم د جولای په لسمه نېټه فرانسې ته په سیمې فاینل کې لوبه بایللې وه. انګلستان بیا د جولای په ۱۱مه نېټه د کرویشیا په وړاندې لوبه بایللې وه.ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې به د فرانسې او کرویشیا ټیمونه د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کې د ۲۰۱۸ میلادي... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د کتنې د لغوه کېدو په اړه د کانګرس د مخکښو غړیو غوښتنه رد کړه. د کانګرس غړیو د هغو تورونو په خاطر د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د کتنې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې پر اساس یې د لومړي ځل لپاره د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د حکومت د مستقیمې لاسوهنې رسمي ادعا شوې ده. د روسیې ۱۲ پوځي استخباراتي مامورین د جولای په ۱۳مه د ډونالډ ټرمپ د سیال دیموکرات ګوند په زیان د هک کولو او د زرګونو سندونو او ایمیلونو په خپرولو رسماً تورن شول.... Читать дальше...
د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي، د متحدو ایالتونو استخباراتي چارواکي د روسیې له لوري پرله پسې هڅې ویني چې له ټولنیزو رسنیو او نورو منابعو څخه د امریکایانو په منځ کې د درز پیدا کولو لپاره کار اخلي. د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټن نیلسن پرون شنبه په فیلادلفیا کې یوې غونډې ته وویل، روسان له ټولنیزو رسنیو، د خواخوږۍ په ژبه او نورو لارو کار اخلي چې د امریکایانو په منځ کې اختلاف او درز رامنځته کړي. دې په عین حال کې وویل چې دا هلې ځلې خامخا پر خاصو سیاستوالو یا سیاسي کمپاینونو متمرکزې نه دي.
ډیفینس ون خپرونې په بروکسل کې د ناټود مشرانو د وروستۍ غونډې په اړه یوه لیکنه خپره کړې
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې د شاتو ۵۲ فارمونه جوړ شوي چې پهکې هرکال زرګونه کېلو ګرامه شات توليدېږي.
د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس په اشغال شویو سیمو کې د نویو یهودي میشت ځایونو د جوړیدو د پلان په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړې پرون په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د غلته د بیت المقدس ته د امریکا د سفارت له انتقال وروسته وضیعت پیچلی وباله.
د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس په اشغال شوېو سیمو کې د نویو یهودي مېشت ځایونو د جوړېدو د پلان په اړه خبرداری ورکړی دی.
افغان حکومت وايي، د هغو ویډیويي تصویرونو په اړه څیړنې کوي چې په کې د د پوځي یونفیورم لرونکي سرتیري د څو تنو چې ادعا کیږي په فاریاب کې د نیول شوي قومندان نظام الدین قیصاري ساتونکې دي د وهلو ډبولو په حال کې لیدل کیږي.
افغان حکومت وايي، د هغو ویډیويي تصویرونو په اړه څیړنې کوي چې په کې د د پوځي یونفیورم لرونکي سرتیري ....
د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، د شنبې په ورځ یې د دې هېواد په لویدیځ کې د عراق پولي ته نېژدې درې تنه مشکوک وسلهوال د عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي. د ایران دولتۍ رسنۍ ایرنا د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې "د انقلاب ضد ترهګرو" ایران ته په اوښتو د کرمانشاه په سیمه کې د بریدونو پلان درلود. په خبرپاڼه کې د وسلهوالو د هویت په اړه څه نهدي ویل شوي، خو مخالف کُردي جنګیالي د عراق سره د ایران په پوله کې فعال دي.
پر غزې تړانګې د اسرائیلو د بریدونو د لړۍ په یو برید کې دوه تنه فلسطیني زلمکیان وژل شوي دي. د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، دوه تنه فلسطیني هلکان چې عمرونه ۱۵ او ۱۶ کلن ښودل شوې هغه مهال ووژل شول چې اسرائیلي پوځ په غزه کې پر یو خالي ودانۍ بمباري وکړه. پهداسې حال کې چې د حماس وسلهوالې ډلې پر اسرائیلو لسګونه توغندي ویشتي، اسرائیلي پوځ له ۲۰۱۴ میلادي کال د جګړې را وروسته د جولای په ۱۴ نېټه پر غزه د ورځې له خوا پراخې هوايي بمبارۍ پیل کړي. اسرائیلي پوځ ویلي دي چې د تونلونو، لوژیستیکي او پوځي مرکزو په شمول یې د حماس د ډلې لسګونه اهداف ویشتي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости