په کابل ښار کې ځانمرګی بریدګر تر حملې مخکې سخت ټپي شو
په کابل ښار کې نن یو ځانمرګی بریدګر تر حملې مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري سخت ټپي شو. دا پېښه نن دوشنبه په شهرنو سیمه کې شوې ده. د کابل د پولیسو مطبوعاتي مسؤل حشمتالله ستانکزي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه بریدګر غوښتل په شهرنو پارک کې د خلکو په یوې غونډې برید وکړي. د ښاغلي ستانکزي په خبره په پېښه کې یوازې بریدګر سخت ټپي دی او بل چا ته زیان نهدی رسېدلی. په شهرنو پارک کې دا پېښه هغه وخت شوې چې شااوخوا ۱۰۰ کسانو د حکومت لهخوا د یوه سیمهییز قوماندان نظامالدین قیصاري د نیولو په غبرګون مظاهره کوله. Читать дальше...