Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 17.07.2018

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندانه ٥٤ بنديان خوشي کړي

Pa.azadiradio.com 

افغان امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان حمله کړې او ٥٤ بنديان يې خوشې کړي دي. د ٢١٥ ميوند قول اردو په اعلاميه کې ويل شوي، امنيتي ځواکونو تېره شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مرکز پوځي عمليات وکړل او د دوى يو زندان يې له منځه يووړ. اعلاميه زياتوي، په دغه زندان کې د ملي اردو ٤ سرتېري، ١٥ پوليس، دوه ډاکتران او ٣٣ ملکيان بنديان وو. د ٢١٥ ميوند قول اردو اعلاميه زياتوي چې په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسېدلى او څلور وسله وال طالبان چې د زندان ساتونکي وو، اسيران شوي دي. Читать дальше...

د قزاقستان یو سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې چارواکي کابل ته راغلي څو شته فرصتونه مطالعه او په راتلونکي کې پانګونه وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي نن په دې اړه جوړ شوي غونډې ته وویل چې په افغانستان کې قزاقي سوداګرو پانګونې ته ډيرې زمینې برابرې دي او له هغوی یې وغوښتل چې دغه په دغه هېواد کې پانګونه وکړي. په دغه ناسته کې د قزاقستان د دولسو شرکتونو استازو حضور درلود. افغانستان دامهال قزاقستان ته تقریباً د دیارلسو میلیونو ډالرو په شااو خوا کې صادرات لري.



امریکایي څارنوالانو د اجنټۍ په تور یوه روسۍ ښځه نیولې

Pa.azadiradio.com 

امريکايي څارنوالانو يوه روسۍ ښځه چې د امريکا له محافظه کارو سياستوالو او ډلو سره يې اړيکې جوړې کړې وې، ونيوله. پر دې ښځې يې تور لګولى چې د روسيې د حکومت د يوې پټې اجنټې په توګه يې فعاليت کاوه.  پرون ناوخته د واشنګټن په يوه محکمه کې څارنوالانو وويل، ٢٩ کلنه ماريا بتينا له امريکايي سياستوالو سره اړيکې جوړې کړې وې، د امريکا له سياسي سازمانونو په ځانګړي ډول د وسلو له ملي انجمن سره يې کار کړى و او په مسکو کې يې يوه عالي رتبه روسي چارواکي ته راپور ورکاوه. د وسلو ملي انجمن، هغه ځواکمنه ټولنه ده چې د وسلو په ګټه لابي کوي. Читать дальше...

د نورستان والي د پاکستان د ځينو ديني عالمانو پر څرګندونو انتقاد وکړ

Pa.azadiradio.com 

د نورستان والي د پاکستان د ځينو ديني عالمانو پر هغو څرګندونو انتقاد وکړ چې په افغانستان کې يې د روانې جګړې ملاتړ څرګند کړى دى.  حافظ عبدالقيوم پرون دوشنبه په مرکز پارون کې د ديني عالمانو يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل: "هغه شريعت چې ملا فضل الرحمن جوړ کړى، څنګه تا ته وايي چې لارې ورانې کړه، مکتب وسوځوه، مسلمان عالم مړ کړه، په جومات کې انتحار وکړه او د قران کريم په منځ کې بم کېږده؟" په نورستان کې یوې جوړې شوې غونډې ته ديني عالمانو په خپلو ويناو کې په کابل کې د ديني عالمانو د وروستۍ غونډې... Читать дальше...

د کندز په امام صاحب کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

له کندزه را رسېدلي راپورونه وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده. پژواک خپري اژانس راپور ورکړى چې ځينو سرچينو ورته ويلي چې په دې جګړه کې درې پوستې د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلي او ۵ سرتېري ټپيان شوي دي. ځينو سرچينو ويلي چې د مرګ ژوبلې دغه ارقام ښايي زيات وي.

له ولسمشر غني سره د ازادي راډیو ځانګړې مرکه

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو، د پاکستان او د ایران د رول، د داعش د فعالیتونو، د زورواکو او قوماندانانو د نیولو او د ټاکنو په تړاو د ملي وحدت حکومت دریځ روښانه کړی دی.



د پاکستان او ایران د پوځ مشرانو د سیمې پر امنیت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه له خپل ایراني سیال جنرال حسین باقري سره په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال اصف غفور په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي: "په دغه لیدنه کې دوه اړخیزې اړیکې، د سیمې امنیت، دفاعي همکاري او د پاکستان او ایران پر سرحدي تنظیم خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو د نظامي همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشو." جنرال قمر جاوید باجوه د ایران پوځي پلاوي ته ویلي چې د پاکستان او ایران همکاري به د سیمې پر امنیت مثبت اغېز ولري. Читать дальше...

ولسمشر غني په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو خواشیني ښودلې

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو کې د بېګناه خلکو په مړینه خواشیني ښودلې ده. د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره اړیکه نیولې او په پاکستان کې یې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه وګړو پر وژنه یې خواشیني ښودلې ده. په بیان کې راغلي: "افغان ولسمشر د پوځ مشر ته د ټولټاکنو پرمهال له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په پار، پر پوله د امنیتي اقداماتو زیاتولو ډاډ... Читать дальше...

فرانسویانو د خپل د فوټبال د ملي لوبډلې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

سلګونه زره فرانسویانو د پاریس په سړکونو کې د فرانسې د فوټبال د ملي لوبډلې هرکلی وکړ او د هغوی بریا یې ولمانځله. د فرانسې لوبډلې د دوشنبې په ورځ په یوه سر لوڅي سرویس بس کې د خپلو پلویانو منځته ورغلل. د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله تر غرمې وروسته د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وبلل شول. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دغې ډلې تود هرکلی وکړ. فرانسې د یکشنبې په پایلوبو کې د کرویشیا لوبډلې ته ۲ د څلور په مقابل کې ماته ورکړه او د دوهم ځل لپاره د فوټبال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

ولسمشر اشرف غني وایي، د داعش ډله له منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني وایې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله (داعش) له منځه وړي .   ولسمشر غني د دوشنبه په ورځ له آزادي راډیو سره په یوه اختصاصي مرکه کې پدې اړه وویل :   « د داعش وسلوالو شمیر لږ شوی دی ، خو دا پدیده له بهره تمویلیږي. زما ژمنه دا ده چې موږ داعش محو کوو.»   ولسمشر غني په ځانګړي ډول ونه ویل چې په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمیر څومره لږ شوی دی . داعش ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی .    ددې لړۍ په یوه تازه پیښه کې چې د یکشنبه... Читать дальше...

امریکا او روسیې د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو په لور ګامونه واخېستل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او روسیې ولسمشران وایې د خپلو هیوادونو د تړینګلو اړیکو د ښه کیدو پر لور یې لومړني ګامونه واخیستل. ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین د دوشنبه په ورځ  د فنلند په پلازمینه هلسنګي کې تر څلور ساعته خبرو وروسته ، یوې خبري غونډي ته وویل چې بحثونه یې رغوونکي وو .     له هغه راهیسي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ۱۸ میاشتي وړاندي واک ته ورسید ، دا د امریکا او روسیې لومړنۍ سرمشریزه وه . دا لیدنه داسي مهال شوې چې د امریکا په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلي په اړه اندیښنې ورځ تر بلې... Читать дальше...

فرانسه په مسکو کې خپل سوداګریز ماموریت بندوي

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې  د فرانسې سفارت وایې په روسیې کې خپل سوداګریز ماموریت بندوي.   دغه سفارت د دوشنبه په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې په روسیې کې د فرانسې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره شرایط ډیر خراب شوي دي.   اعلامیه زیاتوي چې د فرانسې د سوداګریز ماموریت د بانکي حساب مصادره او د روسي چارواکو له لوري د فرانسې ددغه ماموریت د مسول ایستل په همدې محدودیتونو کې شامل دی .   د فرانسې سفارت وایې د روسیې حکومت داسي مهال دا اقدامات کړي چې په دیپلوماتیکو چارو کې د ویانا د کنوانسیون پر اساس د فرانسې حق خوندي بلل شوی دی. Читать дальше...

د بخښنې سازمان: په جبري ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ دې ودرېږي

Pa.azadiradio.com 

د بښني نړیوال سازمان وایې پداسي حال کې چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمیر په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې ده ، نو دغه هیواد ته د افغانانو د بیرته استولو هڅې د توجیه وړ ندي . دغه سازمان د دوشنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر حکومتونو غږ کړی چې په جبري ډول افغانستان ته د افغانانو د بیرته لیږلو لړۍ ودروي.   د ملګرو ملتونو وروستۍ شمیرې ښیې  چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ تنه ملکیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په همدې موده کې ۳۴۳۰ کسان ټپیان شوي دي . Читать дальше...

کندهار ته د  جنرال جان نیکلسن سفر

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کي د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، د ولسمشر ټرمپ هغه امر به د سولي خبري لا قوي کړي، چي ډيپلوماتيکو ادارو ته يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه کړی دی.  جنرال جان نیکلسن  تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزیر او په کابل کې د ۷ هیوادونو له سفیرانو سره یوځای کندهار ولایت ته سفر کړی وو ، د افغانستان د سولي په  اړه دا څرګندوني کړي دي.   « زموږ د بهرنیو چارو وزارت ته شوی دغه حکم به سولې پروسه لا قوي کړي. نه یوازي امریکا د افغانستان د سولي لپاره هڅي کوي ، بلکه زموږ سره راغلي... Читать дальше...



Москва

Филипп Киркоров, Люся Чеботина, SHAMAN – 25 ярких звезд в Открытой студии «Авторадио» на «Премии МУЗ-ТВ 2024»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Лолита выступила в столичном ресторане в мини-платье




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Роман Костомаров поучаствовал в боксерской тренировке в Москве

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024


ATP

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Перечислены виды транспорта, которые выпускаются в «Технополисе Москва»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России