سږکال د میدان وردګ له باغونو نېږدې ۹۰ زره ټنه مڼې راټولې شوې
د میدان وردګ ولایت د کرنې او اوبو لګولو رئیس وايي، سږ کال د دغه ولایت له باغونو نېږدې ۹۰ زره ټنه مڼې راټولې شوې دي. ولید احمد تسل وايي، که څه هم وچکالۍ د میدان وردګ ولایت حاصلات اغېزمن کړي، خو بیا هم په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات مخ په زیاتېدو دي. که څه هم میدان وردګ په افغانستان کې د مڼو د تولید له اړخه مشهور ولایت دی، خو ویل کېږي چې دغه مڼې په نړیوالو مارکېټونو کې ښه بازار نه لري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې سږ کال پاکستان هم د نامعلومو دلایلو له امله دغه هېواد ته د افغانستان د مڼو د صادراتو مخه نیولې ده. Читать дальше...